د سين هوا اژانس د خبر له مخې، قطر او عمان د نومبر په ۲۲مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې څو همکاريز تړونونه لاسليک کړل. د قطر امير او د عمان سلطان د يادو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې هم ګډون درلود.
د خبر له مخې، په دغو لاسليک شويو تړونونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ، د متقابلې پانګونې، يو پر بل باندې د زياتو مالياتو د مخنيوي او د سيلانيزې همکارۍ په شمول څو تړونونه شامل دي.
( سپوږمۍ)