د اروپايي ټولنې کارپوهانو ډله به په بلاروس کې د کډوالو مسئله وڅيړي
CMG2021-11-23 15:07:21
شريکول:

د بلاروس د بهرنيو چارو وزارت وياند ګلاز د نومبر په ۲۲مه نېټه وويل، چې د اروپايي ټولنې د کارپوهانو ډله په همدې ورځ د دغې ټولنې او بلاروس د يو تړون له مخې بلاروس تللې ده او د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت او اړوندو نړيوالو سازمانونو سره يې خبرې اترې کړې دي. د کارپوهانو ياده ډله به د دغه هېواد په سرحد کې د کډوالو د حالاتو په اړه ارزونه وکړي.

د بلاروس د بهرنيو چارو وزارت اروپايي ټولنې ته د کډوالو مسئلو د حل لپاره خپل کارونه معرفي کړي او ويلي يې دی، چې کډوال يې لنډمهالو مرستندويه استوګنځيو ته انتقال کړي، له کډوالو سره يې طبي مرستې کړي او د م.م په شمول له نړيوالو سازمانونو سره يې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه همکارۍ کړې دي. د بلاروس بهرنيو چارو وزارت وایي، چې هغه خبر بې اساسه دی، چې له مخې يې ويل کېږي، چې بلاروس په خپل سرحد کې د کډوالو مسئلې د شخصي موخو لپاره جوړې کړې دي.