د امريکا ولسمشر جو بايډن د نومبر په ۲۲مه نېټه جېرومي پوېل د دې هېواد د فيدرالي زيرمې ادارې مشرۍ ته کانديد کړی دی. که د پارلمان سنا مجلس نوموړي ته د اعتبار رایه ورکړي، نو پوېل به د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ څخه خپله دوهمه څلور کلنه دنده پېل کړي.
بايډن په همدې ورځ په يوه اعلاميه کېويلی، چې د امريکا فدرالي زېرمې ادارې سږنۍ پالیسۍ ښه اغېزه کړې او په هيواد کې د استخدام او کار ښه فرصتونه رامنځته شوي او پر اقتصادي سمسورتيا به هم ښه اغېز وښندي او امريکا به د بیا سمسورتيا پر لور رهي کړي.
د امريکا اقتصاد د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې تر پخوا هم ښه پرمختګ موندلی دی.
سږکال د دې هېواد د کار موندنې د زياتوالي او د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره د فيدرالي زيرمې ادارې پاليسې غوره اغېزه لري، چې د امريکا اقتصاد له سخت کمزورېدو څخه راوړلی او بيا سمسمورتيا ته پرمخ بوزي. د امريکا اقتصاد نه يوازې له کرونا وبا وروسته اعاده شي، بلکې تر پخوا غښتلی شي.