په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۵۶ ميليونو، ۹۶۶ زرو او ۲۳۷ ته رسېدلی
CMG2021-11-23 10:43:56
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړيوال سازمان د نومبر په ۲۲مه نېټه يو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازديګر تر شپږ بجو او لس دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې د کرونا ۴۸۶ زره او ۲۱۵ نوې پېښې زياتې شوي او عمومي شمېر يې ۲۵۶ ميليونو، ۹۶۶ زرو او ۲۳۷ ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دغه ويروس له امله ۶۶۴۱ تنه مړه شوي او د مړينې عمومی شمېر يې ۵ ميليونو، ۱۵۱ زرو او ۶۴۳ تنو ته رسېدلی دی.