چيني کېهانوردان په فضايي سټېشن کې د تای جي سوک حرکتونه ترسره کوي
CMG2021-11-23 14:27:54
شريکول:

د چين په ټولنيزو رسنيو کې پدې وروستيو کې يوه وېډيو لاس په لاس کيږي او پکې ليدل کيږي، چې چيني کېهانوردان د دغه هېواد په فضايي سټېشن کې د تای جي په نوم د چيني سوک  ” Taiji Boxing “ د تمرين په حال کې دي.
په فضا کې بې وزني د کېهانوردانو د هډوکو د کمزورتيا سبب ګرځي او د” تای جي“ سوک تمرين د هډوکو د ناروغۍ د مخنيوي لپاره ګټور بلل کيږي.