د روسيې او ايتاليا مشرانو د بيلاروس په سرحدي سيمه کې د کډوالو پر مسئلې خبرې کړې
CRI2021-11-23 10:18:12
شريکول:

د روسيې کريملين ماڼۍ د نومبر په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوټين د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه د ايتاليا له صدر اعظم ماريو ډراګي سره تليفوني خبرې وکړې او د بېلاروس او د اروپايي ټولنې د ځينو هېوادونو په سرحدي سيمه کې د کډوالو پر مسئلې يې بحث کړی دی. 

خبر زياتوي چې دواړو خواوو د يادو سرحدي سيمو پر حالاتو خبرې کړې دي. ولسمشر پوټين دې ته په اشارې سره ويلي چې پولنډ د کډوالو د خوندي ساتلو له نړيوالو دندو څخه سرغړولی او له کډوالو سره يې ستوغه چلند کړی دی. دواړو خواوو څرګنده کړې چې اروپايي ټولنه او بېلاروس بايد يو له بل سره همکارۍ وکړي او له بشري اصولو سره سم يې ژر تر ژره اوسنی بحران حل کړي.

دواړو مشرانو د اوکراين د کورنۍ نښتې په اړه هم د نظريو تبادله کړې ده. 

( سپوږمۍ)