شي جين پينګ د رسنيو څلورمې نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2021-11-23 11:02:14
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۲مه نېټه د رسنيو څلورمې نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې رسنۍ د ټولنې د هر لوري د انځور وړاندې کولو مسئوليت پر غاړه لري، او د عصر پوښتنو ته بايد ځوابونه ومومي او د نړۍ د بېلا بېلو خواوو ګډې نظريې دې ومومي. نوموړي هيله وښوده، چې د غونډې ګډونوال د ټولنې د اړنيو موضوعاتو په اړه ژور بحثونه او موافقې او د خلکو د نظرونو او د کلتور د تګ راتګ لپاره دې هڅې وکړي او د انسان د ګډ ارزښت د لوړوالي او د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې خپل خدمتونه وکړي.