م.م له امريکا څخه د بشري حقونو د مسئلو د حل غوښتنه وکړه
CMG2021-11-23 12:07:39
شريکول:

د ملګرو ملتونو د لږکيو مسئلو په اړه ځانګړي راپور ورکوونکي فېرناند وارينيس د نومبر په ۲۲مه نېټه له امريکا څخه وغوښتل، چې بشري حقونو ته پوره درناوی وکړي او د لږکيو پر وړاندې د تبعيض، دښمنۍ خبرو او جنايتي کړنو مخه دې ونيسي. هغه ويلي، چې په امریکا کې د بشري حقونو د خونديتوب لپاره قانوني چاپيريال بشپړ نه دی. فېرناند امريکا ته د يادې موضوع د څېړلو په پار ۱۴ ورځنۍ سفر کړی و.

نوموړي زياته کړې، چې په دې وروستيو کلونو کې دغه هېواد کې د بشري حقونو په برخه کې مسئلې او اړوند دښمنانه خبرې ډېرې زياتې شوي، په تېره بيا لږکي او د دې هېواد د اصلي او بومي خلک له نابرابرۍ سره مخ دي او ياد وګړي د امريکا په ګڼ شمېر ځايونو کې له ستونزو سره لاس او ګريوان دي.