په سوريه کې د امريکايي ځواکونو لخوا د ملکي وګړيو د وژلو پېښه افشا شوه
CRI2021-11-23 10:23:10
شريکول:

د امريکا ځينو خبري رسنيو راپورونه ورکړي چې د دغه هېواد ځواکونو د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې د سوريې په باقوز کې پر داعش هوايي بمباري وکړه، خو په ترڅ کې يې د لږ تر لږه ۶۴ ښځو او ماشومانو په شمول زيات شمېر بې ګناه ولسي وګړي ووژل شول. خو امريکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه هېڅ نه دي ويلي.

د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان په دې اړه څرګنده کړه چې دغه پېښه د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د امريکايي ځواکونو د بدو کړنو يوه بېلګه ده. دوه مياشتې مخکې امريکايي ځواکونو د ترهګرۍ ضد په پلمه د کابل پر يو ولسي کور هوايي بريد وکړ چې له امله يې ۱۰ ولسي وګړي ووژل شول. له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې امريکا په همدې پلمه په عراق، سوريه او افغانستان کې د خپلو پوځي عملياتو په ترڅ کې څه باندې ۸ لکه تنه وژلي چې له دې جملې څخه ۳.۳۵ لکه تنه يې ولسي وګړي و. خو د امريکا پوځ او حکومت تل خپلو يادو بدو کړنو ته رنګ ورکړی دی. همدا د امريکايانو په خوله کې د تش په نوم د ديموکراسۍ پرمخبيول، د بشري حقونو خوندي کول او د نړيوال عدالت ساتنه ده؟ امريکا بايد په دې اړه جدي پلټنې وکړي او ځپلو هېوادونو، خلکو او نړيوالې ټولنې ته دې يوه مسؤلانه رويه وښيي. 

( سپوږمۍ)