د روغتيا نړيوال سازمان د تازه شمېرنې له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د نومبر د ۲۳مې نېټې تر ۱۸ بجو او ۴۵ دقيقو پورې په ټولې نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۴۳۶ زره او ۳۱ تنه زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۵۷ ميليونو، ۴۶۹ زرو او ۵۲۸ تنو ته رسيدلی. د دغه ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۶ زره او ۴۳۳ تنه زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵ ميليونو، ۱۵۸ زرو او ۲۱۱ تنو ته رسيدلی دی.