د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د اټومي انرژۍ سازمان رئيس محمد اسلامي د نومبر په ۲۳مه نېټه ويلي، د دغه هېواد او د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسې تر منځ خبرې پر ټکنالوژۍ ورټولې دي او د ايران د دښمنانو سياسي مسئلې او دسيسې پر دغې اېجنسۍ هيڅ اغېزه نه ده کړې.
نوموړي په همدې ورځ په تهران کې د يادې اېجنسۍ له عمومي مدير رافايل ماريانو ګروسي سره وکتل او له دې وروسته يې په يوه خبري ناسته کې وويل، ايران په خبرو کې د يادې ايجنسۍ يوې برخې پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او هيله يې څرګنده کړې، چې ايران به د اټومي برېښناکوټ په ګډون څو برخو کې خپل اټومي پلان پلی کړي.
ګروسي وويل، د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسي به په پر له پسې ډول له ايران سره خبرې وکړي، څو ګډو نظريو ته ورسېږي. (شکريه)