د چين د بهرنيو چارو وزارت: امريکا بايد په کور دوننه د نژادي تبعيض د له منځه وړلو لپاره تدبيرونه ونيسي
CMG2021-11-24 10:55:20
شريکول:

په امريکا کې په دې وروستيو کې د چيني الاصله کسانو ضد منفي پېښې بيا بيا رامنځته کيږي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۲۳مه نېټه په دې اړه وويل، چې د امريکا حکومت بايد په کور دننه د نژادي تبعيض مسئلې د حل لپاره مسئولانه تدبيرونه ونيسي او د چيني الاصله کسانو په شمول د ملي لږکيو حقه حقونه دې وساتي.

نوموړي وويل، چې د اړوند خبر له مخې، په تېر سپتمبر کې په نيويارک ښار کې د آسيايي الاصله کسانو ضد جنايي پېښې د تېر کال د سپتمبر په پرتله ۳۶۸٪ زياتوالی ښيي. د امريکا د ملي امنيت ادارې (FBI) د شمېرنې له مخې، تېر کال په دغه هېواد کې د آسيايي الاصله کسانو ضد د جنايي پېښو شمېر ۷۶سلنه زيات و.