د سينهوا اژانس د خبر له مخې، سپينې ماڼۍ د نومبر په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ، چې د امریکا د انرژۍ وزارت به د نفتو له ذخيرې څخه
۵۰ ميليونه بيلره نفت بازار ته وړاندې کړي او په دې سره به د نفتو بيه ټيټه کړي.
ياد وزارت ويلي، ۵۰ ميليونه بيلره نفت به د ډسمبر له دوهمې نيمايي څخه بازار ته وړاندې کړي او ۱۸ ميليونه بيلره نفت به په مستقيم ډول وپلوري. د ياد وزارت له شمېرنې څرګندېږي، چې د سږ کال د نومبر تر ۱۹مې نېټې پورې، د امريکا د نفتو عمومي ذخيرې کې کابو ۶۰۵ ميليونه بيلره تېل ساتل شوي دي. (شکريه)