د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر دميتري پيسکوف څو ورځې مخکې وويل، چې ولسمشر ولاديمير پوتين د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو د پرانيستونکو مراسمو بلنه منلې ده. د دواړو هېوادونو اړوند ادارې به د دغې چارې د ټولو جزيياتو په اړه بحث وکړي او بيا به يې په اړه له رسنيو سره مالومات شريک کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۲۳مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين ته د پوتين د سفر په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي.