د چين او روسيې د دفاع وزيرانو خبرې وکړې
CMG2021-11-24 11:23:44
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د دفاع وزير وې فنګ هه د نومبر په ۲۳مه نېټه د روسيې له دفاع وزير سيرګي شويګو سره انلاين خبرې اترې وکړې.

دواړو وزيرانو وويل، چې په نوې زمانې کې د چين او روسيې ترمنځ هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د رئیس شي جين پينګ او ولسمشر ولاديمير پوتين تر لارښوونې لاندې په لوړې کچې پرمختګ کړی.

د دواړو هېوادونو پوځونو په روان کال کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي، په تېره بيا د ګډو تمرينونو په برخو کې يې نوښت او پرمختګ تر لاسه کړی دی. دواړو مشرانو موافقه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ يووالی او دوستي ټينګه ده او پوځونه به يې د دواړو مشرانو د ګډو نظريو په اساس خپلمنځي همغږي نوره هم پیاوړې کړي، د تمرينونو او ګډو ګزموي سفرونو په برخو کې به همکارۍ زياتې کړي او د دواړو هېوادونو د مرکزي ګټو د خونديتوب او د نړيوال او سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتنې لپاره به خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.