د روغتيا نړيوال سازمان اروپايي څانګې د نومبر په ۲۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د راتلونکي کال تر مارچ پورې، ښايي په اروپا کې د کرونا وبا له امله د مړو شويو کسانو شمېر تر ۲ ميليونو او ۲۰۰ زرو زيات شي. اعلاميه وايي، چې د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه او خلک بايد خپل مسئوليت پر غاړه واخلي، د کرونا وبا ضد واکسين تطبيق دې پياوړی کړي او ماسک د اچولو په شمول وقايي تدبيرونو ته دې دوام ورکړي.
په دغه اعلاميه کې دا هم ويل شوي، چې په اروپا کې په اروپا کې د تېرې اوونۍ په هرې ورځې کې پر کرونا وبا د اخته کسانو د زياتوالي شمېر ۴۲۰۰ تنو ته رسيده، چې دا د تېر سپتمبر د شمېر په پرتله يو چلند زياتوالی ښيي. د معلوماتو له مخې، د اروپا په ۵۳ هېوادونو کې تر دې دمه له يو ميليون او ۵۰۰ زرو زيات کسان د کرونا وبا له امله مړه شوي دي.