د چين په ښارونو او علاقه داريو کې د کار موندنې سږنۍ موخه له ټاکلي وخت مخکې پوره شوې
CMG2021-11-24 09:55:38
شريکول:

د چین اقتصاد سږکال ښه ‌پرمختګ کړی دی. په دغه هېواد کې کار موندنې ته لومړيتوب ورکړل شوی او پاليسۍ يې ښه اغېزه کړې، د کار موندنې حالت پکې ثابت او د وړاندوينې په پرتله ښه دی. د راپور له مخې، د چين په ښارونو او علاقه داريو کې له جنوژۍ څخه تر اکتوبر پورې ۱۱ ميليونه او ۳۳۰ زره کسان پر دندو ګومارل شوي دي. په تېر اکتوبر کې د بېکارۍ ميزان ۴.۹ سلنه ښودل شوی، چې د تېر او وړم کالونو د همدې مودې په پرتله ټيټوالی ښيي. يعنې په دې مانا، چې د چين په ټولو ښارونو او علاقه داريو کې د کار موندنې د زياتوالي سږنۍ موخه  د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې پوره شوې ده.