ايران: د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي بايد مسلکي او بې طرفه دريځ غوره کړي
CMG2021-11-24 10:53:48
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزیر حسين امير عبدللهيان د نومبر په ۲۳مه نېټه وويل، چې د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي بايد د نورو هېوادونو سياسي فشارونو ته غاړه کېنږدي او مسلکي او بې طرفه دريځ او سلوک بايد غوره کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې عبدللهيان په همدې ورځ د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ له عمومي مدير ګروسي سره په کتنه کې ويلي، چې ايران هيله لري، چې د اړوند تړون د تامينولو په چوکاټ کې له دغې ايجنسۍ سره مثبته راکړه ورکړه وکړي. نوموړي هيله ښودلې، چې له ايران څخه د ګروسي د ليدنې په ترڅ کې د دواړو خواوو ترمنځ متقابل اعتماد او همکارۍ لا پياوړې شي.

ګروسي له نوموړي سره په کتنه کې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ پر تخنيکي، مسلکي او بې طرفه دريځ ټينګار کړی دی.