شي جين پينګ: موږ بايد د لوړې ټکنالوژۍ د څېړنې او توليد نظام جوړ کړو
cri2021-11-25 15:07:33
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پينګ د نومبر په ۲۴مه نېټه د دغې کمېټې د ژورو اصلاحاتو کميسیون د ۲۲مې غونډې مشري وکړه. په دغه غونډه کې د ساینس او ټکنالوژۍ نظام د اصلاحاتو درې کلنې لایحې او د برېښنا د بازاري واحد ملي سيستم د جوړونې وړانديزونو په شمول ځيني سندونه تر بحث وروسته تصویب شول. 

شي جين پينګ په دغه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ، چې موږ بايد د لوړې ټکنالوژۍ د څېړنې او توليد نظام چټک جوړ او د ټکنالوژۍ د نوښت توان بايد پياوړی کړو او د برېښنا بازار عمومي طرحه دې نوره هم ښه کړو، څو په ټول هېواد کې د برېښنا سرچينې اغېزمنه شريکېدنه او کارونه عملي شي. (هيله)