د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزير وانګ يي له خپل ايراني سيال حسين امير عبداللهیان سره ويډيويي خبرې وکړې.
وانګ يي وويل، د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه غونډه چې د امريکا لخوا ترتيب شوې، په حقیقت کې ډيموکراسۍ له پردې څخه په نړۍ کې د بېلتون او د نظريو د مختلفو ډلو ترمنځ مقابلې هڅوي. امريکا غواړي په نورو هېوادونو کې نظامونه له خپلې بڼې سره سم اصلاح کړي او د خپلې ستراتيژۍ لپاره خدمتونه ترسره کړي. خو دغه کړنه يې د زمانې له تمايل څخه سرغړونه ده او هرومرو به ناکامېږي.
عبداللهیان وويل، چې ايران له یواړخيزم او زورواکۍ، دوه ګوني معیارونو او د چین په کورنيو چارو کې له مداخلې سره کلک مخالفت کوي. ايران هغه عمل نه مني چې سپورټي سيالیو ته سياسي رنګ ورکوي او باور لري چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې به په برياليتوب سره ترسره شي. (هيله)