رافيل ګروسي: ايران ته مې ښه سفر درلود
cri2021-11-25 11:18:11
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ عمومي مدير رافيل ګروسي د نومبر په ۲۳مه نېټه په تهران کې خبريالانو ته وويل، چې د ايران له چارواکو سره يې رغنده ملاقات درلود او د ټکنالوژۍ په برخه کې يې ورسره د ډېرو موضوعاتو په هکله بحثونه کړي دي. 

رافیل ګروسي په همدې ورځ په جلا جلا توګه د ايران د اټومي انرژۍ د سازمان له رئيس محمد اسلامي او د بهرنيو چارو له وزير حسین امیرعبداللهیان سره خبرې اترې وکړې. نوموړي د ايران له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ او ايران ترمنځ اړيکې دوام لري. (هيله)