د (( د مکاو خوند )) مستند فلم خپور شو
CMG2021-11-25 10:54:12
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ او د مکاو خاصې ادارې سيمې په ګډې همکارۍ د 4K تخنيک مستند فلم (( د مکاو خوند )) د خپرېدو مراسم د نومبر په ۲۴مه نېټه د چين په ګوانګ جو ښار کې تر سره شول. دغه مستند فلم د چين له سترې برخې سره د مکاو د بېرته يو ځای کېدو د ۲۲مې کليزې د نمانځنې په پار جوړ شوی دی.

د مکاو خاصې ادارې سیمې اجرائيه مشر هه يي چنګ او د چين ميډيا کروپ مشر شن های شيونګ د ياد مستند فلم خپرېدونکو مراسمو کې ګډون کړی و.