د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د نومبر په ۲۴مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، د اټومي اوبتل په برخه کې د امريکې، بريتانیا او اسټراليا ترمنځ همکارۍ نه یوازې په ځينو هېوادونو پورې اړه لري او یا کومې خوا ګټې یا زیانونه رسوي، بلکې د دغې سيمې او حتی ګردې نړۍ ته ګواښونه رسوي.
ډېرو هېوادونو د يادو هېوادونو اټومي اوبتل همکارۍ ته ډېره پاملرنه څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې د دغو هېوادونو یاده کړنه ښايي د سيمې وضعیت د ترینګلتیا او د پوځي سيالۍ د راپارونې لامل وګرځي او د سيمې سولې او ثبات ته به سخت ګواښونه ورسوي. باور دا دی چې دغه تړون به د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون د زيانمنېدو او د اټومي وسلو د پراخېدو ګواښ د رامنځته کېدو سبب وګرځي. (هيله)