د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۲۴مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې، د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۶ بجو او ۴۹ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۶۶۲ زره او ۱۶۳ نوې پېښې زياتې شوي او عمومي شمېر يې ۲۵۸ میليونو، ۱۶۴ زرو او ۴۲۵ تنو ته رسېدلی دی. په همدغه موده کې د دغه ويروس له امله ۷۶۸۲ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۵ میلیونو، ۱۶۶ زرو او ۱۹۲ ته رسېدلی دی. (هيله)