عراق: د بهرنيو ځواکونو جنګي پرسونل به په راتلونکو ۱۵ ورځو کې له دې هېواد څخه ووځي
CMG2021-11-25 10:51:11
شريکول:

د عراق د ګډو عملياتو قامندانۍ وياند تحسین حافظي د نومبر په ۲۴مه نېټه وويل، چې له هېواده يې د بهرنيو ځواکونو د ايستلو بهير ښه روان دی، اوس اکثره جنګي پرسونل له عراق څخه وتلي دي او پاتې به يې په راتلونکو ۱۵ ورځو کې ووځي. دوی به له ټاکلي مهالويش سره سم عراق ته وسلې او تجهيزات انتقال کړي.

نوموړي وويل، چې له عراق څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به په دغه هېواد کې يوازې د پوځي چارو د سلاکارۍ، استخباراتو، څارنې او تمرين په برخو کې کم شمېر بهرني پوځيان پاتې شي، چې د دې هېواد په لوېديځ کې د انبار ولايت د اسد هوايي ځواکونو اډه کې به مېشت شي.