چین د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه کې د تایوان له ګډون سره کلک مخالفت کوي
cri2021-11-25 14:39:44
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د نومبر په ۲۴مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، چې چين له دې سره کلک مخالفت کوي، چې امريکا د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه کې د ګډون په اړه تایوان ته بلنه ورکړې ده . 

نوموړي په اشارې وويل، چې د ډیموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه غونډه بې ځایه ده. چین څو ځلې دا څرګنده کړې چې ډيموکراسي د انسانانو لپاره ګډ اهمیت لري، بلکې دا نوم  د ځينو هېوادونو انحصاري او خصوصي ګټو پورې تړاو نه لري. خو د امريکا له کړنو څخه ښکاري، چې دغه هېواد ډوکراسي د سيمه ييزې ستراتيژيکې موخې د پوره کولو، پر نورو د ځپلو، د نړۍ د پاشلو او ځان ته د خدمت کولو وسيله بولي. امريکې د ډيموکراسۍ پردې تر شا ډله ييز سياست هڅوي، د سړې جګړې نظر وړاندې کوي، خو د نړيوالې ټولنې د عدالت پېژندونکو لخوا يې کلک مخالفت کېږي. (هيله)