د سويډن لومړۍ ښځينه صدراعظمې له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
cri2021-11-25 14:33:44
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، مېرمن مګدلینې اندريسون د نومبر په ۲۴مه نېټه د سويډن د لومړۍ وزيرې په توګه تر ټاکلېدو څو ساعته وروسته له خپلې دندې څخه استعفا وکړه. هغې په یوه خبري ناسته کې وويل، د استعفا لامل يې دا دی چې نه غواړي د یوه داسې حکومت مشري وکړي، چې په قانونیت کې يې  شک موجود وي.

د سويډن پارلمان د همدې ورځې په ماسپښين د ۲۰۲۲ کال د مالي بودیجې مصوبه تصويب کړه، خو د میلجو ګوند ور سره مخالفت څرګند کړ او وروسته يې  له ايتلافي حکومت د وتلو اعلان وکړ. د قانون له مخې، که یو ګوند له ایتلافي حکومت ووځي، نو حکومت به ليرې شي او پارلمان به د نوي لومړي وزير د ټاکلو لپاره رايګيري ترسره کوي. (هيله)