په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر۲۵۸ میلیونو، ۸۳۰ زرو او ۴۳۸ ته رسېدلی
cri2021-11-26 15:46:39
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۲۵مه نېټه یوه تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۵ بجو او ۳۵ دقيقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۶۰۲ زره او ۲۸۴ نوې پېښې زياتې شوي او عمومي شمېر يې ۲۵۸ میلیونو، ۸۳۰ زرو او ۴۳۸ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغه ويروس له امله ۸۱۵۵ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۵ ميليونو، ۱۷۴ زرو او ۶۴۶ ته رسېدلی دی. (هيله)