وانګ يي د ملګرو ملتونو د ۷۶مې اسامبلۍ له رئيس سره خبرې وکړې
cri2021-11-26 11:02:05
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۲۵مه نېټه په جه جیانګ ولایت کې د ملګرو ملتونو د ۷۶مې اسامبلۍ له رئيس او د مالدیو د بهرنیو چارو له وزيرعبدالله شاهد سره خبرې وکړې. 

وانګ يي وويل، چې ملګري ملتونه د عدالت او مساوات ساتوني دي، دغه سازمان دې پر څواړخيز نظام ټينګار وکړي او له ننګونو سره د مقابلې لپاره دې اغېزمن تدبيرونه ونيسي. 

ښاغلي عبدالله شاهد په ملګرو ملتونو کې د چین ولسي جمهوریت د قانوني څوکۍ د اعادې کېدو د ۵۰ مې کاليزې په مناسبت وانګ يي ته مبارکي وویله او زیاته يې کړه، چې د ملګرو ملتونو دغه دوره اسامبلۍ غواړي د عدالت او مساوات د ساتلو، د څواړخيز نظام د تطبيق، له نړیوالو ننګونو سره د نړيوالې مقابلې په برخو کې له چین سره همکارۍ پياوړې کړي او د ملګرو ملتونو صلاحیت او باور به وساتي. (هيله)