لي که چيانګ د اسيا او اروپا په ديارلسمه سرمشريزه کې ګډون وکړ
cri2021-11-26 10:42:57
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۲۵مه نېټه د بېجينګ د خلکو له لوی تالار څخه د ويډيو له لارې د اسيا او اروپا په ۱۳مه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

لي که چيانګ په خپلو خبرو کې وويل چې د اسيا او اروپا د لومړۍ سرمشريزې غونډې د جوړېدو له ۲۵ کلونو راهيسې، د بېلا بېلو خواوو ترمنځ سياسي متقابل باور زيات شوی او خپلمنځي تبادلې او همکارۍ يې ژورې شوې دي. رئيس شي جين پينګ وړانديز کړی چې ټول هېوادونه بايد د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ګډ کار وکړي. د کرونا وبا اغیزې لاهم پر ګډې نړۍ خورې دي او نړيوال اقتصاد له ننګونو سره مخ دی. ياده سرمشريزه غونډه "د څو اړخیزیزم پیاوړتیا او د ګډې ودې هڅول" په عنوان تر سره شوه چې دا د ټولو لپاره ستر ارزښت لري.

(ليلا)