لي که چيانګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د صدراعظمانو په شلمه غونډه کې ګډون وکړ
cri2021-11-26 11:19:22
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۲۵مه نېټه د بېجينګ د خلکو له لوی تالار څخه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د حکومتي مشرانو (صدراعظمانو) شورا په شلمه ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ. د قزاقستان صدراعظم عسکر مامين د غونډې مشري وکوله. په دې غونډه کې د قرغزستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان صدراعظمانو، د پاکستان، هند او د څارونکو هېوادونو استازو ګډون کړی و.  

لي که چيانګ په خپله وينا کې وويل چې شانګهای همکارۍ سازمان له شلو کلونو راهيسې د شانګهای روحيه ساتلې او په مؤثره توګه يې د سیمه ایز امنیت او ثبات او د غړو هیوادونو ګډ پرمختګ ته وده ورکړې ده. نوموړي زياته کړه چې اوسنی نړيوال او سيمه ييز وضعيت له پېچلو او ژورو بدلونونو سره مخ دی، کرونا وبا لا هم موجوده ده او د نړيوال اقتصاد اعاده يې له ستونزو او د ټولو هېوادونو دوامدار پرمختګ يې له سختو ننګونو سره مخامخ کړی دی. چين غواړي له ټولو غړو هېوادونو سره د سياسي متقابل باور د پياوړتيا، عملي همکارۍ ژورتیا او د سيمه ييزې سمسورتيا او ثبات د پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي.