نړۍ به یو ځل بیا د امریکا سیاسي ډرامه تجربه کړي!
cri2021-11-26 11:13:49
شريکول:

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې دوی د تایوان چارواکو ته بلنه ورکړې چې تش په نوم د "ډیموکراسۍ سرمشریزه" کې برخه واخلي. دوی د ديموکراسۍ په پلمه د تايوان د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، د امريکا دغه اقدام د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه، د يو چين پېژندنې له اصل څخه سرغړونه ده او د ډيموکراسۍ ارزښت ته به تر ټولو ستر زيان ورسوي. چین له دې سره سخت مخالفت کوي.

یو هېواد ډیموکراتیک دی او که نه؟ خپل خلک يې بايد په اړه قضاوت وکړي. د پيو(Pew) څیړنیز مرکز راپور ښیي چې اکثره امريکايان د خپل هېواد له سیاسي نظام څخه سخت ناراضه او مایوسه دي او یوازې ۱۷ سلنه يې په دې باور دي چې د امريکا ډیموکراسي د تقلید وړ ده.