وانګ يي: چین  د هر هېواد هغه کړنې غندلي چې د ډيموکراسۍ په پلمه د ولسواکۍ ضد کارونه تر سره کوي
cri2021-11-26 17:26:01
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۲۶مه نېټه د هنګري د بهرنيو چارو له وزير سيزيجارتو سره په ويډيويي غونډې کې د امريکا له خوا د طرح شوې ډيموکراتيکې سرمشريزې په هکله د چين جدي دريځ بيان کړ. وانګ يي وويل چې امريکا واقعأ د ډيموکراسۍ په پلمه د ډيموکراسۍ ضد کارونه تر کوي. د امريکا دغو کړنو په ډېرو هېوادونو کې شکونه پورته کړي او ډېر هېوادونه ترې ناراضه دي.

د هنګري د بهرنيو چارو وزير سيزيجارتو وويل چې د هر بهرنی ځواک ناوړه کړنه به د هنګري او چين ترمنځ پر دوستانه تګلارې منفي اغيزه ونه کړي. هنګري د يوه چين د پېژندلو پر تګلارې ټينګار کوي، د چين پر حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته درناوی کوي او د چين له سم دريځ څخه ټينګ ملاتړ کوي.(غاټول)