چين له افريقا سره د همکاريو سپين کتاب خپور کړ
CMG2021-11-26 15:17:53
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د نومبر په ۲۶ مه نېټه ((په نوې زمانه کې د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ)) سپين کتاب خپور کړ.
دا د چين د واکمن کمونېست ګوند له اته لسم ملي کنګريس وروسته، د چين د حکومت لومړی سپين کتاب دی چې د نړۍ له یوې لويې وچې سره د خپلمنځي همکاريو په پار یې خپور کړی دی
.
دغه سپين کتاب کابو۲۱زره کلېمې لري او د چين او افريقا ترمنځ د همکاريو د پرمختګونو او لرليد په اړه هراړخيز معلومات پکې خوندي شوي دي.
په دغه کتاب کې ويل شوي، چې چين د نړۍ تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی او افريقا لومړۍ لويه وچه ده، چې د نړۍ ډېر پرمختيايي هېوادونه لري.
 له افريقايي هېوادونو سره يووالي او همکارۍ ته پرمختګ د چين د ډيپلوماتيکو تګلارو مهم بنسټ دی او د دغه هيواد هميشنی انتخاب دی.