د امريکا بنديزونو افغانان سخت زيانمن کړي
cri2021-11-26 12:20:42
شريکول:

افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او امريکې په همدغسې حالاتو کې پرې ډېر سخت بنديزونه لګولي او افغانان يې د يو لوی ناورين پر کړنګ درولي دي.

 د ملګرو ملتونو پرمختګ پروګرام د نومبر په ۲۲مه نېټه د يوه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې د افغانستان بانکي سيستم ښايي د بانکونو د پس انداز د ټيټوالي، د بدو پورونو انډول د چټک لوړوالي او د پيسو جريان د کموالي له امله په راتلونکو څو مياشتو کې سقوط وکړي.

که معاصر تاريخ ته لنډه او ځغلنده کتنه ولرو، نو وبه ګورو، چې امريکا تل پر نورو هېوادونو د بنديزونو له لارې خپل سياسي هدف ته ځان رسولی دی. يو اړخيز بنديزونه د دغه هېواد د ډيپلوماتيکو تګلارو لومړۍ وسله ده او د ګردې نړۍ لسګونه هېوادونه د امريکا د بنديزونو ښکار ګرځيدلي دي.د افغانستان حالاتو ته په کتو؛ پر دغه هيواد د لګيدلو اقتصادي بنديزونو له امله د افغانستان حالات ډېر سخت شوي او خلک يې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ شوي دي.

امريکا پر افغانستان  پوځي يرغل وکړ او هلته يې شل کاله جګړه وکړه او هڅه يې دا وه، چې  په دغه هېواد کې امريکايي شکله ډيموکراسي پلې کړي، خو په اقتصاد جوړونې او بيا رغونې کې يې ورسره رېښتيني ګامونه نه پورته کول او نه هم ورته ليواله وه. په افغانستان کې لويې  صنعتي چارې نه ترسره کيږي او زيات شمېر توليدات له نورو هېوادونو څخه واردوي.

امريکا په روان کال کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه ويستل او هممهاله يې له دغه هېواد سره مالي مرستې هم پای ته ورسولې او په نړيوالو بانکونو کې يې د افغانستان کابو لس ميليارډه امريکايي ډالره پانګه هم کنګل کړه. د امريکا د دې اقدام له  امله افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ شوی دی، هلته اوس د توکو بيې لوړې شوي او د ژوند لومړني  توکي کم او ګران شوي دي. دغو حالاتو افغانستان ته سخت زيانونه رسولي او افغانان يې له دغسې حالاتو سره په جنګ اړم کړي دي.

په حقيقت کې امريکا هم ښه پوهيږي، چې د افغانستان د پانګو کنګل به د دغه هېواد د بيا رغونې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او بشري بحران به پکې نور هم سخت شي. امريکا په افغانستان کې لا هم  خپله سياسي موخه په نظر کې نيولې او د اقتصادي بنديزونو له لارې غواړي، د دغه هيواد پر لنډ مهاله حکومت فشارونه واچوي، خو د افغانانو ګټې يې له پامه غورځولې دي. 

د افغانستان د لنډ مهاله حکومت مشرانو څو څو ځلې له امريکا څخه غوښتي، چې پانګه يې ازاده کړي، څو په دغه هېواد کې اقتصادي بحران او د خلکو د ژوند ستونزې حل شي.د افغانستان د سياسي چارو کارپوه مطيع الله خروټي د چين ميډيا ګروپ خبريالې ډېوې سره په خبرو کې وويل، چې د امريکا ځواکونه له افغانستان څخه وتلي او اوس دغه هېواد پرمختګ ته اړتيا لري، امریکا د افغانانو پانګې کنګل کړي او له همدې لارې غواړي خپلې سياسي موخې ترلاسه کړي، خو د افغانستان خلک اوس د لوږې او ناروغيو په شمول له راز راز ستونزو سره مخ دي.

امريکا د ډالرو د بادارۍ سيستم لري او په اسانۍ د نورو هېوادونو پانګې کنګل کولی او پولي بنديزونه ورباندې لګولی شي. امريکې نه يوازې افغانستان زيانمن کړی، بلکې ځيني لوی هېوادونه يې هم  د اقتصادي ستونزو له امله سخت ځپلي دي، خو افغانستان د نورو هيوادونو په پرتله ډېرې ستونزې لري او شاوخوا دېرش ميليونه خلک يې سخت بې وزله او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په دغه هيواد کې د اقتصادي ستونزو له امله بشري بحران ورځ تر بلې سختيږي او نړيواله ټولنه مجبوره او مکلفه ده، چې مخه يې  ونيسي.

 د چين په شمول د نړۍ ګڼو هيوادونو له امريکا څخه بيا بيا غوښتنه کړې، چې د افغانستان پانګې ازادې کړي او له دغه هېواد سره د بشري بحران د حلولو په پار مرستې وکړي، خو امريکا خاموشه ده او هيڅ غبرګون نه ښيي.د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام راپور وايي، که د افغانستان بانکي سيستم سقوط وکړي، نو په دغه هېواد کې به سخت او لوی اقتصادي زيانونه او منفي ټولنيزې اغېزې رامنځته شي. نړيواله ټولنه بايد دغه مسئله ډېر ژر حل کړي. که امريکا د افغانستان پانګې ازادې نه کړي، نو ښايي دغه هيواد له لا نورو ستونزو مخ شي.