د امريکې د سوداګرۍ وزارت د صنعتي او امنیتي چارو ادارې څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې ۲۷ تصدۍ او ځيني شخصیتونه چې په نظامي چارو پورې اړه لري، د بنديزونو په ليست کې شامل کړي او په دې جمله کې ۱۲ چیني تصدۍ هم شاملې دي.
د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان وويل، چین د امريکې له دغه بنديز سره کلک مخالفت کوي او امريکا بايد سمدلاسه خپله تېروتنه سمه کړي. چین به د خپلو قانوني حقونو د ساتلو لپاره ټول اړين اقدامات غوره کړي او د امريکا پر وړاندې به ځوابي تدبيرونه ونيسي. (هيله)