يانګ جه چي د ملګرو ملتونو د ۷۶ مې عمومي اسمبلۍ له رئيس سره وکتل
CMG2021-11-26 15:45:12
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او د ډيپلوماتيکو چارو کميسیون مشر يانګ جه چي د نومبر په ۲۶ مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶ مې عمومي اسمبلۍ له رئيس او د مالديو خارجه وزیر عبدالله شاهد سره وکتل.
يانګ جه چي په خبرو کې وويل، ملګري ملتونه د څواړخيزم د تطبیق او ساتلو مهم ميکانيزم دی. چين د ملګرو ملتونو منشور تل مراعت کړی او په نړيوالو چارو کې يې د ملګرو ملتونو له رول څخه تل ملاتړ کړی دی. 
نوموړي زياته کړه، چې په نړۍ کې اوس پيچلې ستونزې موجودې دي او د حل لار يې د رښتيني څواړخيزم ساتل او عملي کول او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړول دي. 
چين به له ملګرو ملتونو او څواړخيزم څخه ملاتړ او له بېلا بېلو هېوادونو سره د نړيوالې سولې او پرمختګ په پار خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ښاغلي شاهد په خپلو خبرو کې د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې د شپږمې عمومي غونډې د ترسره کېدو په پار يانګ جه چي ته مبارکي وويله او ويې ويل، چې د چين د دولت رئيس د نړيوال پرمختګ له وړانديز او په چين کې له المپيک ژمنيو لوبو څخه ملاتړ کوي.