د چین، روسیې او هند د بهرنيو چارو وزيرانو ۱۸مه غونډه به تر سره شي
cri2021-11-26 11:07:55
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۲۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه د ويډيو له لارې د چين، روسيې او هند د بهرنيو چارو وزيرانو په ۱۸مه غونډه کې ګډون وکړي.

  وياند جاو لي جيان وويل چې د چين، روسيې او هند د بهرنيو چارو وزيران به د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې، څو اړخيزم او د تودو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه ژور بحثونه وکړي.

چين هيله لري چې د دغې غونډې له لارې له روسيې او هند سره اړيکې او متقابل باور پياوړی کړي او ګډې نظريې تر لاسه کړي. جاو لي جيان وويل چې بېلا بېل هېوادونه دې ریښتینی څو اړخیزیزم عملي کړي، د نړیوالو اړیکو ډیموکراسۍ ته وده ورکړي، له وبا سره د مبارزې لپاره دې لاسونه سره یو کړي، د اقتصاد بیا رغونې سره دې مرسته وکړي او په ګډه دې د نړۍ سوله او ثبات او نړۍ ته دې لا نور ثبات او مثبته انرژي برابره کړي.