په بيلاروس کې بند عراقي کډوال غواړي خپل هېواد ته ستانه شي
cri2021-11-26 11:27:25
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بيلاروس رسنیو د نومبر په ۲۵مه نېټه خبر ورکړ، چې شاوخوا زرو عراقي کډوالو خپل هېواد ته د بيرته ستنېدو غوښتنه کړې ده. په همدغه ورځ یوه ډله کډوال د بيلاروس له پلازمينې مینسک څخه د الوتکې له لارې بیرته عراق ته ولیږدول شول.

په روسيه کې د عراق کونسل مجید کناني ويلي، چې دوی د ډېرو عراقي کډوالو د بېرته ستنېدو غوښتنه تر لاسه کړې او دوی ټول به بېرته خپل هېواد ته وليږدوي. (هيله)