چين: د المپيک په لوبو کې دې له سياسي لاسوهنې څخه ډډه وشي
CMG2021-11-27 16:10:09
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۲۶مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې المپيک ژمنې لوبې د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړو د سپورټي سياليو لپاره دي، د سیاسي واکونو د سياليو ميدان نه دی. المپيک لوبې بايد د سياست تر اغېزې لاندې نه شي.  

د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه وويل، روسيه له دې سره مخالفت کوي چې المپيک لوبو ته سياسي رنګ ورکول شي، دا د روسيې اصل او دريځ دی. روسيه باور لري، چې چين به په لوړه کچه د المپيک ژمنيو لوبو کوربه توب وکړي.