شي جين پينګ په روسيه کې د سکرو کان پېښې په اړه پوتين ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه
CMG2021-11-27 17:51:45
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر پر ۲۶مه نېټه په روسيه کې د سکرو په کان کې د ګازو د چاودنې پېښې په اړه د دغه هېواد ولسمشر پوتين ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په ياد پيغام کې وويل، چې د روسيې د کيميروو ولايت د بيلوو په ښار کې د سکرو په يو کان کې د ګازو د چاودنې له امله درنه مرګژوبله رامنځته شوي. زه د چيني حکومت او چيني خلکو په استازيتوب د دې بدي پېښي په اړه خواشيني څرګندوم او د وژل شويو کسانو کورنيو او ټپيانو ته مراتب وړاندي کوم.

په همدې ورځ د چین صدراعظم لي که چيانګ هم د يادې پېښې په اړه خپل روسيې سيال ميسوسکين ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.