وانګ يي د چين، روسيې او هند د بهرنيو چارو وزيرانو په انلاين غونډه کې ګډون وکړ
CMG2021-11-27 14:46:25
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر پر ۲۶مه نېټه په انلاين ډول د چين، روسيې او هند د بهرنيو چارو وزيرانو په اتلسمه غونډه کې ګډون وکړ. نوموړي په خپله وينا کې وويل، چين هيله لري چې له روسيې او هند سره د ورخلاصون، يووالي، اعتماد او همکاريو روحيه خپره کړي او په ګډه سره نړۍ ته د رښتيني څواړخيزم د عملي کولو، د ډيموکراسۍ پر لوري د نړيوالو اړيکو د هڅولو، د کرونا وبا ضد ګډې مبارزې او د اقتصادي احيا لپاره د هلو ځلو او نړيوالې سولې د ساتنې مثبت پيغام ورکړي.

وانګ يي د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په اړه خپلې نظريې بيان کړې. د ده په اند، درې واړه هېوادونه دې رښتينی څواړخيزتوب عملی کړي، د بېلا بېلو هېوادونو د حقه حقونو او د پرمختګ د لارې په اړه د مختلفو هېوادونو د خپلواکو انتخاباتو درناوی دې وکړي، د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې کې دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د اقتصادي احيا لپاره دې هڅې وکړي او د خبرو اترو او سلا مشورو له لارې دې مسئلې حل کړي.

نوموړي وويل، چې چين، روسيه او هند بايد د برابرۍ او درناوي په رويه د افغانستان د بېلا بېلو ګوندونو او قومونو لپاره لارښوونکې او ګټورې نظريې وړاندې کړي، له امريکا او لويديځو هېوادونو څخه دې غوښتنه وکړي چې خپل مسئوليت پر غاړه واخلي او له افغانستان سره د بشر دوستۍ مرستې وکړي.