چين افريقايي هېوادونو ته د کرونا وبا ضد نژدې ۲۰۰ ميليونه دوزه واکسين برابر کړی دی
CMG2021-11-27 14:47:05
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د افريقايي چارو څانګې مشر وو پنګ د نوبمر پر ۲۶مه نېټه د دولتي شورا په خبري ناسته کې وويل، چين د خپلې ژمنې په اساس، چې د کرونا وبا ضد واکسين د نړيوال عامه توليد په توګه وګرځوي، تر نورو مخکې يې له افريفايي هېوادونو سره د کرونا وبا ضد واکسين مرسته کړې او تر اوسه پوره يې افريقا ته د کرونا وبا ضد ۲۰۰ ميليونه دوزه واکسين برابر کړی دی.

نوموړي وويل، چې د کرونا وبا ضد ګډې مبارزې په اړه د چين او افريقا انلاين سرمشريزه غونډه د ۲۰۲۰م کال په جون کې په بريالۍ توګه تر سره شوه. چين په نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې د کرونا وبا ضد مبارزې په چارو کې يې له افريقا سره سرمشريزه غونډه جوړه کړې. د چين حکومتي ادارو، تصديو او ملکي سازمانونو د افريقايي هېوادونو د اړتياوو له مخې دغو هېوادونو ته مرستندويه مالونه ورکړي او ۵۳ افريقايي هېوادونو او افريفايي ټولنې ته يې د کرونا وبا د وقايې ۱۲۰ جوپه بېړني مرستندويه توکي برابر کړي دي.