شي جين پينګ او ولاديمير پوتين د چين او روسيې ترمنځ د تکنالوژيکي نوښت کال د پای مراسمو ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل
CMG2021-11-27 14:46:00
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نومبر پر ۲۶مه نېټه په جلا جلا توګه د چين او روسيې ترمنځ د تکنالوژيکي نوښت کال د پای مراسمو ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې چين او روسيې له تېر څه باندې يو کال راهيسې د کرونا وبا د منفي اغېزو په ليري کولو سره د علمي او تکنالوژيکي نوښت په برخه کې د همکارۍ او تګ راتګ زرګونه فعاليتونه تر سره کړي او د کرونا وبا د وقايې او کنټرول، فضانوردۍ، اټومي انرژۍ او ډيجيټلي اقتصاد په همکاريو کې يې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او تکنالوژيکي نوښت صندوق يې جوړ کړی او لويو ستراتيژيکو پروژو ته يې پرمختګ ورکړی دی. واقعيتونو دا تائيه کړې، چې د علمي او تکنالوژيکي نوښت په برخه کې د چين او روسيې ترمنځ د همکارۍ فرصتونه زيات او راتلونکی يې ښه دی.

پوتين په خپل پيغام کې ويلي، چې د روسيې او چين ترمنځ د تکنالوژيکي نوښت کال په مناسبت فعاليتونه په بريالۍ توګه تر سره شوي او دا څرګنده شوې، چې د نوې زمانې لپاره د هراړخيزې او ستراتيژيکې همکارۍ په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تکنالوژۍ همکارۍ مهم ارزښت لري.