ايران: هيله ده چې د ايران د ذروي مسئلې په خبرو اترو کې يو ښه او د ازمايښت وړ تړون جوړ شي
CMG2021-11-27 16:10:52
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د نومبر په ۲۶مه نېټه وويل، چې ايران به په صادقانه توګه د اطريش په پلازمېنه ويانا کې د ايران د ذروي مسئلې په خبرو اترو کې ګډون وکړي او هيله لري، چې يو ښه او د ازمايښت وړ تړون جوړ شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د خبر له مخې، عبداللهيان په همدې ورځ د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي پاليسو استازي جوسف بوريل سره د ايران د ذروي مسئلې په اړه ټېليفوني خبرې وکړې. عبداللهيان وويل، چې که اړوندې خواوې غواړي د ايران د ذروي مسئلي هراړخيز تړون بيا پلي کړي او پر دغه هېواد بنديزونه لېرې کړي، نو امکان شته، چې يو ښه تړون جوړ شي