د چين په مرسته د افريفا د ناروغيو کنټرول مرکز لومړۍ برخه جوړه شوه
CMG2021-11-27 14:47:49
شريکول:

د نومبر پر ۲۶مه نېټه، د اتوپيا په پلازمينې اديسه بابا کې د افريفا د ناروغيو کنټرول مرکز د جوړونې په اړه د چين د حکومت د مرستندويه پروژې د لومړې برخې د بشپړېدو مراسم تر سره شول. دغه پروژه د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم په چوکاټو کې د روغتيا د عملياتو يوه مهمه برخه ده.

د افريقايي ټولنې د ټولنيزو چارو کمېټې غړې اميلا په دغو مراسمو کې د دغې ټولنې د مشر موسا فاکي په استازيتوب د چين د بې غرضه مرستې مننه وکړه او د چيني پروژې د چټک سرعت او ښه کيفيت ستاينه يې وکړه.

د نوموړي مرکز د ودانيو عمومي مساحت ۲۳۵۷۰ متره مربع دی او په کښې د دفترونو ناحيه، د بېړنيو پېښو ضد مرکز، معلوماتي مرکز او ايکولوژيک لابراتوار شامل دي.