وانګ يي به د چین او افريقا د همکارۍ فورم د وزيرانو په اتمه غونډه کې ګډون وکړي
CMG2021-11-27 17:52:10
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر پر ۲۶مه نېټه وويل، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو به د نومبر له ۲۹مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د سېنګال په پلازمېنه ډاکار کې د چین او افريقا د همکارۍ فورم د وزيرانو اتمه غونډه کې ګډون وکړي. له دې مخکې وانګ يي به د سېنګال د بهرنيو چارو وزيرې ايساتا په بلنه، له دغه هېواد څخه ليدنه وکړي.