لي که چيانګ د اسيا او اروپا د ۱۳مې سرمشيزې په غير رسمي غونډه کې ګډون وکړ
CMG2021-11-27 16:11:40
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې په انلاين توګه د اسيا او اروپا په ۱۳مه غير رسمي سرمشريزه غونډه کې ګډون او وينا وکړه او د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره يې د نظريو تبادله وکړه. د کمبوديا لومړی وزير هون سن د يادې ويډيويي غونډې مشري وکړه.

لي که چيانګ وويل، چې د اسيا او اروپا سرمشريزه د اسيايي او اروپايي هېوادونو د حکومتونو ترمنځ تر ټولو لوی فورم دی او په نړيوالو سياسي او اقتصادي چارو کې مهمې اغېزې لري. اوس د اسيا او اروپا هېوادونه  بايد د کرونا وبا ضد مبارزې او د اقتصاد د احيا لپاره پر يووالي اوهمکارۍ ټينګار وکړي.

لي که چيانګ وويل، د اسيا او اروپا هېوادونه د تاريخ، کلتور او پرمختګ په برخو کې توپيرونه لري، نو دا عادي وضعيت دی چې د ځينو مسئلو په اړه مختلفې نظريې لري.  دغه راز بېلابېل هېوادونه بايد د ملګرو ملتونو پر نړیوال سيستم، نړیوال نظام او د نړيوالو اړيکو اصولو ټينګار وکړي، د نړیوالو او سيمه یيزو مسئلو په حل کې بايد پر څو اړخيزتوب ټينګار وکړي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه ونه کړي. اړوند ميکانيزمونه بايد خپل رول ښه ولوبوي.