فوسي: اوميکرون ويروس ښایي په امريکا کې شتون ولري خو نه دی تشخیص شوی
CMG2021-11-28 14:51:53
شريکول:

 

امريکايې تلویزیون  (سي ان ان) د نومبر پر ۲۷مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد د حکومت لوی طبي سلاکار انټونی فوسي وويل، چې د کرونا نوی ډول ويروس (اوميکرون) ښايي په امريکا کې شتون ولري، خو تر اوسه نه دی تشخیص شوی.

د امريکا د ناروغيو د کنټرول او وقايې مرکز د روانې مياشتې پر ۲۶مه نېټه وويل، چې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د اوميکرون ويروس هيڅ پېښه نه ده پيدا شوې. که دغه نوی ډول ويروس په امريکا کې شتون ولري، نو دغه مرکز به د څارنې د سيستم له لارې مثبته پېښه ثبته کړي.