د ۲۰۲۱م کال لپاره د افريقايي ملګرو په نامه د خبري رسنيو همکاريز فورم تر سره شو
CMG2021-11-28 14:55:50
شريکول:

د ۲۰۲۱م کال لپاره د افريقايي ملګرو په نامه د خبري رسنيو همکاريز فورم د نومبر پر ۲۶مه نېټه په انلاين ډول تر سره شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېټې د اطلاعاتو او نشراتو وزير هوانګ کون مينګ نوموړي فورم ته ويډيويي وينا وکړه.

هوانګ کون مينګ په خپله وينا کې وويل، چې د چين او افريقا خبري رسنيو له تېرو څو کلونو راهيسې خپلمنځي تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي، د عيني او عادلانه خبرونو د خپرولو پر اصل يې ټينګار کړی او د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ يې د متقابل تفاهم او دوستۍ د ژوروالي لپاره خدمتونه کړي دي. چين د دوهمې سل کلنې موخې د پوره کولو په مزل کې دی او په دې لار کې به پر سوله ييز پرمختګ، اصلاحاتو، ورخلاصون او څو اړخيزتوب ټينګار وکړي، د خبري رسنيو، فکري ارګانونو او کلتور په برخو کې به له افريقايي هېوادونو سره همکارۍ لا پياوړې کړي او د ښکلې نړۍ د ابادۍ لپاره به ګډې هڅې وکړي.

دغه فورم د چين ميډيا ګروپ له خوا جوړ شوی او د څه باندې ۴۰ هېوادونو او سيمو سل مېلمنو په کښې ګډون کړی و.